د حیرتانـمزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې تړون د دوو نورو کالونو لپاره له ازبېکستاني کمپنۍ سره وغځول شو.
دا تړون ازبېکستان ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پتلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر پر مهال فځول شوی دی.
د دغه تړون له مخې به ازبېکستان د دغې پټلۍ د امکاناتو سنجولو په اړه د مطالعاتو مصرف په غاړه واخلي.

