والسټرېټ ژورنال لیکلي که ډونالډ ټرمپ غواړي په اوکراین کې یوې دوامداره سولې ته ورسېږي، باید پر دغه هېواد پوځي مرستې روانې وساتي.
په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی چې ناڅاپي د مرستو بندیدل کولی شي اوکراین ټرمپ په دوهم افغانستان بدل کړي، لکه څنګه چې د بایډن د پرېکړې له امله افغانستان سقوط وکړ.
والسټرېټ ژورنال دا هم ویلي چې روسیه اوس هم ستراتیژیک هدفونه لري او د چیچنیا تجربې ته په کتو، پوتین ښايي هر ډول هوکړه تر پښو لاندې کړي.
د ناټو یو لوړپوړي چارواکي هم کانګرس ته ویلي چې روسیه د جګړې حالت ته تللې او د چین، ایران او شمالي کوریا ملاتړ له ځان سره لري.

