پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې شوې پېښه غندلې.
هغه د هند خلکو، حکومت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې.
بل لورته بیا د هند حکومت په دې اړه امنیتي غونډه پیل کړې ده.
د هند حکومت وایي، پر درې پاکستاني پوځیانو یې شک دی او هیڅ وخت به دا پېښه له غچ اخیستلو پرته پرېنږدي.
د یادونې ده چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تېره ورځ وسلهوالو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

