د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر، دیمېتري ژېرنوف سره کتلي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ سفارتي کچې ته د ډيپلوماټيکو اړیکو د رسولو په اړه هم خبرې وشوې.
قانع زیاته کړې چې په دغه کتنه کې سراج الدین حقاني د افغانستان په تړاو د مسکو وروستي اقدامات د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته مهم ګام وباله.

