د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.
نوموړي ویلي، دا ګام یې د کارونو د ښه والي او بیروکراسي د مخنیوي لپاره کړی دی.
نوموړي د تنقیض د اراقامو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
هغه ویلي، دا چاره د خلکو په ګټه او د اندېښنې وړ نه ده.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله په امر په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې تنقیض روان دی.

