اکسیوس ویبپاڼې راپور ورکوي چې امریکا تمه لري د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ځواب د سولې د یو نوي چوکاټي وړاندیز په اړه ترلاسه کړي.
دغه طرحه، چې تېره اونۍ وړاندې شوې، په غیر رسمي ډول د روسیې کنټرول پر هغو سیمو تاییدوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې اشغال کړي دي.
د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې راغلي چې امریکا به له ۲۰۱۴ راهیسې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او د خارکیف ولایت یوه کوچنۍ برخه به بېرته اوکراین ته ورکړل شي.
اکسیوس ویلي، چې همداراز د زاپوریژیا اټومي بټۍ به د اوکراین برخه وبلل شي؛ خو اداره به یې د امریکا تر مدیریت لاندې وي، او برېښنا به یې دواړو خواوو ته ورکول کېږي.

