په هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.
برید په پهالګام سیمه کې شوی چې د سرینګر ښار څخه ۹۰ کیلومتره لرې ده.
دا خونړی برید د تېر یو کال تر ټولو وژونکی پېښه بلل شوې.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې بریدګر به عدالت ته سپاري.
یوې وسلهوالې ډلې چې ځان “د کشمیر مقاومت” بولي، د برید مسؤلیت منلی او د بهرنیو د مېشتېدو پر ضد یې ناخوښي ښودلې.
چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۴ زرو نا سیمهییزو ته د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.

