د روسیې د ټاس خبري آژانس یوه مقاله کې ویلي، چې د دې هېواد سترې محکمې له لوري له تور نوملړ څخه د طالبانو تر وتلو وروسته، اوس مسکو چمتو دی چې په رسمي ډول د افغانستان په اقتصادي پروژو کې برخه واخلي.
مقاله کې دا پرېکړه یو مهم تحول بلل شوی او دا د منځنۍ آسیا په سیمه کې د روسیې د فعال نقش د بېرته راګرځېدو لپاره یوه زمینه برابروونکی ګام یاد شوی دی.
مقاله کې راغلي، د طالبانو پر فعالیت د بندیز تعلیق کولی شي روسیې ته دا فرصت ورکړي چې په لويو اقتصادي پروژو کې ګډون وکړي.
یاده مقاله کې د نړیوالو مطالعاتو د مشر الکسي کوپریانوف، له قوله ویل شوي چې له طالبانو سره تعامل اوس یوه ستراتیژیکه اړتیا ده، ځکه روسیه هڅه کوي چې خپل اقتصادي موقعیت وساتي او د سختدریځو ډلو د نفوذ له پراخېدو مخنیوی وکړي.

