د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، چې کافرانو په فزیکي جګړې کې ماتې وخوړه او اوس د دوی پر وړاندې یې رواني جګړه پیل کړې.
هغه کندهار کې د پوهنتونونو له استادانو سره جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغانانو د اوسني نظام لپاره شل کاله قرباني ورکړه.
نوموړي ویلي، چې د شرعي نظام لپآره باید په سل کاله قربانۍ هم ستړي نه شو.
هبت الله اخندزاده دغه راز د علم او پوهې پر ارزښت هم ټینګار کړی.

