جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانصادق خان:کابل ته د اسحاق ډار سفر د پاکستان او افغانستان د...

صادق خان:کابل ته د اسحاق ډار سفر د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې هرکلی خپل کړی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وروستۍ سفر کابل ته د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعتي خونې له‌خوا تود هرکلی شوی دی.

نوموړي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه خونه هیله څرګندوي چې د اسحاق ډار دا لیدنه وکولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلیدي برخو لکه سوداګرۍ، ترانزیت، امنیت او د خلکو ترمنځ اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here