د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د عیسویانو د اختر (کریسمس) په مناسبت په اوکراین کې د ۳۰ ساعته لنډمهالي اوربند اعلان کړی، چې تر نن یکشنبې ماښام پورې به دوام وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا اوربند تېره ورځ ماښام پیل شوی دی.
پوتین هیله څرګنده کړې چې اوکرایني ځواکونه به هم د اختر د درناوي په پار له جګړې ډډه وکړي، خو روسي ځواکونو ته یې امر کړی چې د هر ډول احتمالي برید لپاره چمتو پاتې شي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ویلي، روسیې له دې وړاندې د امریکا له خوا وړاندیز شوی اوربند رد کړی و، او ټینګار یې کړی چې پر روسیې باور نه شي کېدای.
دا اوربند داسې مهال اعلانېږي چې دواړه هېوادونه لا هم په شدیدو جګړو بوخت دي او د سولې هیله لا هم لرې ښکاري.

