د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی چې له امریکایي پلاوي سره د خبرو دوهم پړاو تر پای ته رسېدو وروسته، د دواړو هېوادونو تخنیکي کارپوهان به د چهارشنبې په ورځ په عمان کې سره وګوري.
نوموړي ویلي، کارپوهان به دا فرصت ولري چې د خبرو اترو جزئیات لا واضح کړي او د یوه احتمالي توافق لپاره چوکاټ طرحه کړي.
عراقچي زیاته کړې چې د کارپوهانو له غونډې وروسته به د شنبې په ورځ بیا له امریکايي استازي سره په عمان کې کتنه وکړي څو د تخنیکي خبرو پایلې وارزوي.
هغه د خبرو فضا ښه بللې او ویلي یې دي چې د یو شمېر اصولو او موخو په اړه ښه تفاهم رامنځته شوی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د جمعې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شو چې څلور ساعته یې دوام وکړ، او د عمان د بهرنیو چارو وزیر پکې د منځګړيتوب رول لوبولی دی.

