د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې د دوی سترې محکمې طالبان د ترهګرو له لیست څخه ایستلي؛ خو دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر طالب چارواکو لګول شوي بندیزونه نه لغوه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د سترې محکمې پرېکړه د مسکو نړیوالو ژمنو ته تغیير نه ورکوي او هېواد به یې لا هم د ملګرو ملتونو بندیزونه رعایتوي.
په اعلامیه کې دا پرېکړه له کابل سره د پراخو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره مهم ګام بلل شوی.
روسیې ویلي، له طالبانو سره د نشهيي توکو، ترهګرۍ ضد مبارزې، پانګونې، سوداګرۍ او د انرژۍ په برخو کې د همکارۍ نیت لري.
همداراز، مسکو د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو اقداماتو مثبت ګام بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي د لویو سیمهییزو پروژو برخه شي.

