د اسراییلو د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید ویلي، هغه له اکتوبر میاشتې راهیسې وړاندیز کړی و چې پر ایران د نفتو پر تاسیساتو برید وشي، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وډار شو او دا اقدام یې وځنډاوه.
لاپید دا څرګندونې د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې کړې چې وایي ډونالد ټرمپ د اسراییلو لهخوا د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد برید بند کړی.
هغه ټینګار کړی چې د ایران د نفتو د صنعت له منځه وړل به د دغه هېواد اقتصاد سقوط کړي او په پایله کې به رژیم هم ړنګ شي.

