د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان ویلي، د پاکستان حکومت باید له افغان مهاجرینو سره د انتقام په ډول چلند ونهکړي او د هغوی ایستل یې احساساتي پرېکړه وبلله.
هغه په یوه خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې باید له افغان متخصصینو، سوداګرو او زدهکوونکو سره ځانګړی چلند وشي او دوی باید له هېواده په زور ونهویستل شي.
هغه خبرداری ورکړ چې د مهاجرینو ایستل به پاکستان ته اقتصادي او بشري تاوانونه ولري او دواړه هېوادونه باید د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره ګډ حل ولټوي.

