د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي.
دا تر اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوړپوړی رسمي سفر ګڼل کېږي.
ایراني رسنۍ وایي، چې نوموړی به د ایران له لوړپوړو سیاسي او نظامي چارواکو، په ځانګړي ډول د وسلهوالو ځواکونو له لوی درستیز محمد باقري سره وویني.
راپورونه زیاتوي، چې په دې لیدنو کې به د غزې جګړې، د منځني ختیځ د هېوادونو وضعیت او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه بحث وشي.
دا سفر د سیمهییزو اړیکو د تودېدو مهم ګام بلل شوی.

