نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو له خوا پر ایران د هستوي تأسیساتو د پلان شوې حملې مخالفت کړی دی.
سرچینې وايي، اسراییلو غوښتل د مې میاشتې په جریان کې پر ایران برید ترسره کړي، څو د دغه هېواد د اتومي وسلو د تولید وړتیا لږ تر لږه یو کال ورو کړي؛ خو ټرمپ ویلي دا اقدام به د ایران سره د مذاکراتو بهیر ته زیان ورسوي.
د راپور له مخې، ټرمپ له اوږدو داخلي بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې د نظامي برید پر ځای باید د ایران سره د خبرو له لارې ستونزې حل شي.
یاده دې وي، چې امریکا او ایران تیره اونۍ په عمان کې خبرې وکړې چې دواړو لوریو دا خبرې مثبتې او رغوونکې بللې دي.

