پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:کابل کې نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ...

ذبیح الله مجاهد:کابل کې نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه جوړیږي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه نن (چهارشنبه، ۲۷ حمل) په کابل کې جوړیږي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې ناسته کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د حل لارې او د دواړو هیوادونو د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث وشي.

د نوموړي په وینا، د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق خان، او د افغان پلاوي مشري به د ملي دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر، پر غاړه ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here