د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جېشنکر، پاکستان د افغانستان په اړه په دوهمخۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې اسلاماباد هممهاله د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ملاتړ کاوه.
جېشنکر وايي، دا ډول سیاست نه یوازې د سیمې بېثباتۍ ته لاره هواره کړه، بلکې بالاخره د ترهګرۍ د بېرته راګرځېدو لامل هم شو.
هغه ویلي:« پاکستان له هماغې ترهګریزې شبکې سره ښکېل شو، چې خپله یې رامنځته کړې وه. هغوی د طالبانو تر څنګ د هغوی له مخالفینو سره هم لاس یو کړی و، خو د امریکا له وتلو وروسته دا لوبه نوره دوام نهشو کولی.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د ترهګرۍ د صنعت معمار بللی او زیاته کړې چې پاکستان هڅه کوله څو له مختلفو ائتلافونو ګټه پورته کړي؛ خو همدا تګلاره د دې لامل شوه چې ترهګري بېرته د پاکستان خاورې ته راوګرځي.
هغه ویلي، چې هند بدلون موندلی؛ خو پاکستان لا هم د پخوانیو ناکامو سیاستونو دوام کوي او موږ نور باید خپل ارزښتناک وخت په پاکستان ضایع نه کړو.

