د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د دفترونو د فعالیتونو د بندېدو او د کارکوونکو د نیولو امر کړی دی.
دا خبره د ګلبدین حکمتیار زوی، حبیبالرحمان حکمتیار کړې او د کندز ولایت د عدلیې ریاست یو مکتوب یې خپور کړی، چې پکې ویل شوي اسلامي حزب باید خپل فعالیتونه بند کړي، تجهیزات یې ضبط شي، او کارکوونکي یې تر هغه وخته بندیان شي ترڅو چې توبه وباسي.
په مکتوب کې دا هم ویل شوي چې لا هم د حزب له آدرسه فعالیتونه دوام لري او باید په ټولو ولایتونو کې یې مخه ونیول شي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې طالبانو څو اونۍ وړاندې د ګلبدین حکمتیار دفتر په کابل کې وتاړه او نوموړی یې بل ځای ته ولېږداوه.

