د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست ویلي، چې که څه هم امریکا د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره د خبرو اترو لاره غوره ګڼي؛ خو که دا خبرې پایله ورنه کړي، نور بدیلونه هم پر مېز دي.
نوموړي له فاکسنیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیاوړی هوډ لري چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې:«هېله لرو چې نظامي اقدام ته اړتیا پېښه نه شي، خو که اړتیا شي، امریکا دا وړتیا لري چې پراخ او ځواکمن عملیات ترسره کړي.»
هگست د عمان خبرې رغنده بللي او ویلي دي چې ټرمپ د خبرو له لارې توافق ته رسېدو ته ژمن دی؛ خو ټینګار کوي چې نور انتخابونه هم شته.
هغه د یمن د حوثیانو پر ضد د امریکا د وروستیو اقداماتو یادونه هم کړې او ویلي چې امریکا نه غواړي له خپل پوځي ځواک څخه کار واخلي؛ خو که اړتیا وي، د ایران د اټومي بم د مخنیوي لپاره به یې وکاروي.

