په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خیل ادعا کړې چې کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفر وروسته ایران او پاکستان له دې اړیکو او وضعیت څخه انديښمن شوي دي.
ښاغلي علي خیل په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارو یو شمیر پخوانیو جهادي او سیاسي څیرو او مشخصو افرادو ته د هر ډول احتمالي سناریو د پیل په صورت کې د ګټې اخیستنې لپاره شین څراغ ښودلی دی.
نجیب الله علي خیل لیکلي، چې د ایران او پاکستان له دې کار څخه موخه په افغانستان کې د سیاسي بدلون په صورت کې د خپل رول او اغیز ساتنه ده.

