پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستاند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت:افغانستان او ازبیکستان د اوبو لګولو...

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت:افغانستان او ازبیکستان د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په برخه کې همکارۍ پراخوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري د ازبیکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اوبو لګولو سیسټمونو د اصلاح، د امو سیند د تحکیماتو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د اوبو سرچینو د اغېزمنې کارونې پر موضوعاتو بحث کړی.

د وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به د اوبو سپما په موخه د عصري او مؤثرو سیستمونو، لکه څاڅکي او باراني اوبو لګولو، په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.

ازبیکستاني لوري د دغو نوې ټکنالوژیو د انتقال او پلي کېدو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here