شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:مذاکراتو کې په ټول جدیت ګډون کوو؛ مونږ د ښو پایلو...

عباس عراقچي:مذاکراتو کې په ټول جدیت ګډون کوو؛ مونږ د ښو پایلو تمه لرو

له امریکا سره د ایران د مذاکراتي ټیم مشر عباس عراقچي وايي، دوی په ټول جدیت سره په دغو مذاکراتو کې ګډون کړی او ایران نیت لري، چې یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

نوموړی وايي، که مقابل لوری، د ستونزو د حل اراده ولري؛ نو پایلې به غوره وي.

هغه ویلي، ښايي په دې لیدنو کې ځینې لومړني مسائیل روښانه شي.

عراقچي یو وار بیا ټینګار کړی، چې دا مذاکرات غیر مستقیم دي.

د یادونې ده، چې نن عمان د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here