د طالبانو د حکومت مشر شيخ هبت الله اخندزاده، د پکتيا له والي او نورو طالب مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې دا مهال د شریعت د تطبیق لپاره مناسب وخت دی او باید په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخو کې شرعي اصول پلی شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شيخ هبت الله اخندزاده په دغې غونډه کې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون باید جدي تطبیق کړي او په ټولنه کې شرعي احکام نافذ شي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې مسوولین مکلف دي د خلکو خدمت ته ژمن واوسي، د ولس ترمنځ اختلافونه له منځه يوسي او د یووالي فضا رامنځته کړي.
شیخ هبتالله اوسنی وضعیت د علم، دین او اسلام د خدمت لپاره مناسب بللی او مسوولین یې هڅولي چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

