۱۵ دقیقې؛ د کابل د آمنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ تازه چاپ شوی کتاب دی چې په ۶۲۴ مخونو تازه چاپ شوی دی.
په دې کتاب کې ښاغلی ځدراڼ په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ د ناټو ځواکونو پر وړاندې د خپلې مبارزې د لوړو ژورو، د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د پالیسۍ، د ډیورنډ لاین د کرښې دواړو لوریو ته د پښتنو په ستونزو او د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالیتونو خبرې او کیسې شوي.
خالد ځدراڼ د خپل تازه کتاب په ۶۰۲ دوهمه پاڼه کې د منظور پشتین سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې ادعا کړې چې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ افغانان احساساتي خلک او خره بللي.
نوموړي لیکلي: “افغانان دومره خره دي چې د غازي امانالله خان د زوکړې ورځ ور مبارک کړه بیا در پسې له شا روان وي او ملي مشر درته وایي.»
ځدراڼ زیاتوي چې منظور پښتین ورته ویلي چې محسن داوړ غوښتل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت په آډانه کې رسمي کړي؛ خو نوموړي دا چاره د پاکستاني استخباراتو هوډ او هېله بللې وه او مخالفت یې کړی وو.
په کتاب کې راغلي چې منظور پښتین د پي ټي آیم رسمي کیدل له “بره افغانانو” سره یو ډول خیانت، د لوی افغانستان جوړیدنې پر وړاندې خنډ او د دوی د مایوسۍ سبب بللی وو.
تردې مهاله منظور پشتین او محسن داوړ ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

