یوناما له نړیوالو تمویل کوونکو غوښتي چې له افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته په ۲۰۲۵ میلادي کال کې هم دوام ورکړي.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یاد دفتر خبرداری ورکړی، که دا مرستې کمې شي، د تېرو څلورو کلونو لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي او خلک به منفي بدیلو لارو ته مخه کړي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د افغانستان د مرستو او همغږۍ نړیواله ناسته د روانې اونۍ په ترڅ کې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي.
په دغه ناسته کې به نړیوال تمویل کوونکي، مالي بنسټونه او د ملګرو ملتونو استازي ګډون ولري.

