په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د روسیې له لوري د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه اېستل یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا زیاته کړي.
نوموړي ویلي، دوی له روسیې، بریکس سازمان او امریکا سره د اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې پراخې اړیکې غواړي.
د هغه په خبره، روسیه کې د دوی پر فعالیتونو بندیز یو لوی خنډ دی او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره په کار ده، چې دا بندیز نور پای ومومي.
شاهین زیاتوي، نه غواړي افغانستان تر دې وروسته نور د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل کړي.
دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه وباسي.
په دې نوملړ کې طالبان له ۲۰۰۳م کال راهیسې شامل دي.

