پیټر رینولډز، یو ۷۹ کلن بریتانوی تبعه چې د طالبانو لهخوا بندی شوی، د دې ډلې زندان یې د جهنم سره ورته بللی دی.
نوموړي له پلچرخي زندان څخه د تلیفوني تماس له لارې ویلي، چې د بندیانو وضعیت خورا خراب دی او هره ورځ له بد چلند سره مخ دي.
رینولډز د «ډېليمیل» ورځپاڼې ته ویلي، چې ساتونکي پر بنديانو نارې وهي، هغوی وهي، او یوه ډوډۍ ورکوي چې له املهیې وزن بایللی دی، هغه دا فضا ډېره وېرونکې بللې.
نوموړی اندېښنه لري چې ۷۵ کلنه مېرمنیې باربي هم د پلچرخي په ښځو څانګه کې زنداني ده او دواړه د ورځې له مقاماتو د لیدو اجازه غواړي، خو تر اوسهیې غوښتنه نه ده منل شوې.
دا بریتانوي جوړه د فبرورۍ میاشت کې د بامیانو ولایت څخه د راستنېدو پر مهال د جعلي پاسپورتونو له امله د طالبانو لخوا نیول شوې وه.

