د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا هېواد هیڅ ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني.
د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، واشنګټن دا مهال کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستو پلان نه لري.
د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي: « امریکا هیڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له همدې امله د خپل سفارت د پرانیستو پلان نه لري.»
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و چې له یوه امریکایي پلاوي سره یې د سفارتونو پر پرانیستو خبرې کړې دي.
یاد پلاوی کابل ته د امریکایي بندي جورج ګلزمن د خوشې کېدو په تړاو ورغلی و.

