د پاکستان متقاعد جنرال انعام الحق ویلي، چې د سراجالدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکه له کندهار مېشتي طالب مشرتابه سره د ټيټيپي په تړاو اختلاف لري.
نوموړي اکسپرس ټریبیون ته په یوه مقاله کې ویلي، چې د کندهار طالبان نه غواړي ټيټيپي د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې خرابې کړي، خو د حقاني شبکې د نفوذ له امله یې د مقابلې توان هم نه لري.
د مقالې له مخې، د حقاني شبکه ټيټيپي د احتمالي کورنۍ جګړې لپاره یو بالقوه نظامي ځواک ګڼي، چې کار ته راتلی شي.
هغه ویلي، چې د کندهار طالبان او د حقاني شبکه د نجونو د زدهکړو د بندیز، له پاکستان سره د اړیکو او کورنیو سیاستونو په اړه اختلاف لري.
په مقاله کې راغلي چې سراجالدین حقاني په وروستیو کې د عامه صحنې څخه نادرکه شوی، چې د کندهار د مشرتابه سره د هغه د اختلاف ښکارندویي کوي.

