د ایران د بشري حقونو د سازمان شمېرې ښیي، چې په تېرو درې میاشتو کې دغه هېواد ۲۱ افغانان اعدام کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ډېره دغه افغانان د نشهیي توکو پر جرم اعدام شوي.
دا بندیان په کرج، زاهدان، شیراز، بندر عباس، ګرګان، اصفهان، او بروجرد ښارونو کې اعدام شوي دي.

