د طالبانو حکومت د یو سرتیري له قوله خپاره شوي سندونه ښایي چې د بلخ والي محمد یوسف وفا د دغه ولایت په لوړو بستونو کې خپل انډیوالان او خپلوان مقرر کړي.
د احمد الهام په نوم دغه طالب سرتېری د یوسف وفا د خبرو یوه نمونه هم د دغو سندونو سره خپره کړې چې یوسف وفا اختریز پیغام کې په ډېر جوش و خروش ویلي وو: «دا نظام په وینو ولاړ دی، په دې نظام ککرۍ تللې دي، دا نظام په ککریو راغلی دی.»
یاد طالب سرتیري د یوسف وفا د خبرو معکوس انداز ته لیکلي:
«زه هیچا ته اجازه نه ورکوم چې د بلخ ولایت کې خپل او مسلکي اشخاص وګمارئ. ټول به زما ملګري په بستونو کې ځای پر ځای کېږي.»
بل لور ته د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال جنرال مبین یوسف وفا ته لیکلي: «زه پوی نشوم چې څوک یادوي او چاته اخطارونه ورکوي؟»
نوموړي لیکلي دا خلک لمانځه ته راغلي مه یې ډاروه، او دا حق هم نه دربخښو چې په نیمګړتیاوو دې سترګې پټې کړو.

