د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم طالبان د افغانستان د اوسني بحران اصلي مسئول بللي.
ښاغلي دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د افغانستان شرایط حساس او پیچلي حالت کې دي.
نوموړی وايي، سیاسي شخړې او مرموزې لوبې د ملت برخلیک له خطر سره مخ کړی.
هغع ادعا کړې، چې په افغانستان کې فقر، بېکاري او د عدالت نشتوالی لا هم دوام لري.
دوستم دغه راز ویلي، چې طالبان د ملت پر وړاندې ولاړ دي او باید ځواب ووایي.
دوستم له خلکو غوښتي، چې اتحاد وساتي او د افغانستان د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.

