د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او تحصیل مخنیوی لویه بېعدالتي ده، چې پر نسلونو به منفي اغېز ولري.
دې سازمان پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د نجونو ځای په مکتب کې دی.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نجونې د درېیم پرلهپسې کال لپاره د زدهکړو له حقه محرومې شوي، او مکتبونه د دوی له شتون پرته پرانیستل شوي دي.
دغه اداره وایي، چې د ښځو او نجونو اساسي حقوق باید ژر تر ژره بېرته احیا شي.

