پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
Homeافغانستانیو‌اېن‌ډي‌پي او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغان ښځینه سوداګرو...

یو‌اېن‌ډي‌پي او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ نوښت پیل کړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) په افغانستان کې ګډ نوښت پیل کړی، څو د ښځو له خوا د کوچنیو او وړو سوداګریو ته د مالي سرچینو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

د یو‌اېن‌ډي‌پي په وینا، دغه پروګرام به ښځینه متشبثینو ته د شریعت سره سم مالي خدمتونو ته لاسرسی، د سوداګرۍ، ډیجیټلي او مالي مهارتونو روزنه او لارښوونه برابره کړي.

د دې نوښت لپاره ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې ټاکل شوې په یوه کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځینه متشبثې په مستقیم ډول او له ۱۴ زرو ډېرې نورې په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

یو‌اېن‌ډي‌پي وايي، موخه یې دا ده چې ښځې وکولای شي خپلې وړې سوداګرۍ پیل او پراخې کړي او د مالي ملاتړ او بازار فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here