د یمن د بهرنیو چارو وزیرې افراح الزوبة له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د حوثیانو پر وړاندې د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره خپل ملاتړ زیات کړي.
الزوبع ویلي، د حوثیانو ګواښونه د یمن له پولو اوښتي او د هغوی د فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره نړیوال او سیمهییز ګډ اقدام ته اړتیا ده.
نوموړې ټینګار کړی چې د یمن ثبات د نړۍ په ګټه دی او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد له دولت او ملي ادارو سره د حوثیانو پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

