د امریکا د کانګرس غړې ګرېس مېنګ د ټرمپ ادارې له خوا د سویلي افریقا د ۱۷ زره او ۵۰۰ سپین پوستو کډوالو د بیا مېشتولو پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
مېنګ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې امریکا د افریقایي کډوالو د بیا مېشتولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي، زرګونه افغان متحدین چې له امریکا سره یې همکاري کړې، لا هم له هېواده بهر پاتې دي.
هغې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ورته ویلي چې افریقایي کډوال «زر له ټولنې سره یوځای کېدای شي»، خو نوموړې دا خبره یوه «پټه اشاره» بللې ده.
مېنګ زیاته کړې چې امریکايي خلک د وضاحت غوښتنه کوي، ځکه د هغې په وینا افغان متحدین او له ۱۳۰ زرو ډېر ارزول شوي کډوال لا هم د کډوالۍ په بهیر کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

