د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي د پاکستان د نن شپې هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، له یوې خوا پاکستان پر افغان خاوره او ولس بمبارۍ کوي او له بلې خوا، د ده په وینا، ځینې افغانان د دغو بریدونو هرکلی کوي.
اصولي د پاکستان د بریدونو هرکلی کوونکي د افغانانو پر وړاندې په خیانت تورن کړي او ویلي یې دي چې ولس د ټولو کړنو شاهد دی او تاریخ به یې ثبت کړي.

