د کابل ښار په لوېدیځ د دشت برچي په سیمه کې د یوې مشکوکې ناروغۍ او مسمومیت ګڼې پېښې ثبت شوې دي.
ځايي سرچینې وايي، د قلعه نو، شهرک ولیعصر او شهرک عرفاني په ګډون په یو شمېر سیمو کې له څو ورځو راهیسې ګڼ کسان چې ډېری یې ماشومان دي، له سرخوږي، کانګو، شدید نس ناستې او نورو هضمي ستونزو سره مخ شوي دي.
د «اطلاعات روز» د راپور له مخې، یو شمېر ناروغان روغتونونو ته لېږدول شوي او په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو د زیاتوالي راپور ورکړل شوی دی.
ځايي اوسېدونکي شک لري چې ښايي د ګرځنده ټانکرونو د څښاک اوبو ککړتیا د دې پېښو له لاملونو وي؛ ځکه په دغو سیمو کې ډېرې کورنۍ د اوبو د کمښت له امله د ټانکرونو پر اوبو تکیه کوي. خو تر اوسه د اوبو ککړتیا د ناروغۍ د لامل په توګه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
په ورته مهال تر دې دمه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د دغو پېښو د اصلي لامل، د ناروغانو د کره شمېر او د وضعیت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

