د پنجشېر ولایت په رخه، عنابې، حصه اول او پریان ولسوالیو کې د ۱۱ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شپږ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د طالبانو د پنجشېر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، په دغو پروژو کې د درېیو نویو شبکو جوړول او د درېیو نورو شبکو ترمیم او بیارغونه هم شامله ده چې سلګونو کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د طالب چارواکو په وینا، دغه پروژې د ګلبهار سره صلیب ساحوي دفتر او د اغاخان موسسې په همکارۍ پلي شوې دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو ۴۹ نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.

