یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeافغانستانپه ټول هېواد کې له نجونو پرته ۱۰.۳ میلیونه کسان په زده...

په ټول هېواد کې له نجونو پرته ۱۰.۳ میلیونه کسان په زده کړو بوخت دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په ټول افغانستان کې د زده‌کوونکو، زده‌کړیالانو او د دیني مدرسو د طالبانو شمېر له ۱۰.۳ میلیونو اوښتی دی.

مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه «اوس د بحث وخت نه دی.»

نوموړي د نجونو له زده‌کړو د محرومیت وضعیت «ځنډ» بللی، خو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لا هم دوام لري او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲.۴ میلیونو ډېرې افغان نجونې له لومړنیو زده‌کړو محرومې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here