پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeافغانستانپه امریکا کې پخوانۍ افغان فوټبال لوبغاړې بیا میدان ته ستنیږي

په امریکا کې پخوانۍ افغان فوټبال لوبغاړې بیا میدان ته ستنیږي

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر پخوانۍ لوبغاړې، چې اوس د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې ژوند کوي، یو ځل بیا د فوټبال میدان ته راستنې شوې دي.

دوی وايي، فوټبال یوازې ورزش نه دی، بلکې د ځان‌ باور بېرته ترلاسه کولو، یووالي او د راتلونکې لپاره د هیلو د ژوندي ساتلو وسیله هم ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه فوټبال لوبغاړې له افغانستانه ووتلې او په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې شوې.

په ۲۰۲۵ کال کې افغان ښځینه فوټبال لوبغاړې د «افغان وومېن یونایټډ» په نوم د نړیوالو سیالیو ډګر ته بېرته ستنې شوې.

دوی ټینګار کوي چې د فوټبال له لارې غواړي نه یوازې خپل ورزشي فعالیت ته دوام ورکړي، بلکې افغان نجونو او ښځو ته د امید، مقاومت او پرمختګ پیغام هم ورسوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here