د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د تایید شویو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
د دغه سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د پولیو ویروس د لومړي ډول څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، دوه پېښې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، یوه د پکتیکا په ډیله ولسوالۍ او یوه بله د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پولیو ویروس لا هم په افغانستان او پاکستان کې په خپرېدو دی. د چاپېریالي نمونو معایناتو هم په دواړو هېوادونو کې د ویروس د شتون مثبتې پایلې ښودلې دي.
د راپورونو پر بنسټ، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه د پولیو ویروس ۵۸ مثبتې چاپېریالي نمونې هم ثبت کړې دي.

