پاکستاني چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
دوی وايي چې د درېیو لویو سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې له امله یې کلیوالې سیمې لاندې شوې دي.
راپورونه ښيي چې د ټول هېواد په کچه د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي، پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه زره کسان بېځایه شوي دي.

