د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په لندن کې د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیر اېډ میلیبند سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د اسلاماباد امنیتي اندېښنې مطرح کړې دي.
د ایراف د راپور له مخې، اسحاق ډار د سیمې د سولې او ثبات لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا بحثونه داسې مهال مطرح کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي کړکېچونو د دواړو هېوادونو سوداګري او د خلکو د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې د طالبانو حکومت باید د هغو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې عملي او د ارزونې وړ اقدامات وکړي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

