چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستانپاکستان: په افغانستان کې مو د ډرونونو ۱۰ مرکزونه په نښه کړي

پاکستان: په افغانستان کې مو د ډرونونو ۱۰ مرکزونه په نښه کړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ وايي، د سپټمبر په ۲۳مه له افغان خاورې پاکستان ته د بې‌پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، پاکستان په افغانستان کې د ډرونونو د توغولو او ساتلو ۱۰ ځایونه په هوايي او ډرون بریدونو کې په نښه کړي دي.

تارړ په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو له افغان خاورې ورغلي ټول ډرونونه کشف، تعقیب او له منځه وړي او تر ټاکل شویو هدفونو له رسېدو مخکې یې د برید هڅه شنډه کړې ده.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان شوي بریدونه «دقیق، سنجول شوي او متناسب» وو او یوازې هغه پوځي اهداف په کې په نښه شوي چې د ډرونونو د توغولو او ساتلو لپاره کارېدل.

تارړ خبرداری ورکړی چې پاکستان به له افغان خاورې هر ډول برید ونه مني او که بیا ورته اقدام وشي، اسلام‌اباد به یې پر وړاندې «پرېکنده» ځواب ورکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان د کړکېچ د زیاتېدو غوښتونکی نه دی او د سیمې سولې، خبرو اترو او رغنده تعامل ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له افغان خاورې پاکستان ته د ډرونونو د ننوتو خبر رد کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here