د پاکستان طبي او غاښونو شورا (Pakistan Medical and Dental Council – PMDC) په افغانستان کې د طب پاکستاني محصلینو لپاره نوې خبرتیا خپره کړې ده.
پياېمډيسي ویلي، هغه محصلین چې په افغانستان کې له طب فارغېږي، په پاکستان کې به د طبابت د عملي کولو لپاره د شورا له خوا ثبت نه شي او د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه به هم ونه لري.
د دې شورا په وینا، افغان طبي بنسټونه د بهرنیو طبي فارغانو د زدهکړیز کمېسیون (Educational Commission for Foreign Medical Graduates – ECFMG) په منظور شوي نوملړ کې شامل نه دي، له همدې امله له افغانستانه د طب فارغان به د پاکستان د ډاکټرۍ د جواز ترلاسه کولو اړوند ازموینه کې د ګډون وړ نه وي.
پياېمډيسي له هغو پاکستاني محصلینو چې غواړي په بهر کې طبي زدهکړې وکړي، غوښتي چې له نوملیکنې وړاندې د اړوندو طبي بنسټونو د منظورۍ وضعیت وڅېړي.
یاده شورا په پاکستان کې د طبي او غاښونو زدهکړو د معیارونو، ثبت او مسلکي جواز ورکولو مسؤلیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې لسګونه پاکستاني محصلین په ځانګړې توګه په طبي پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي.

