د پاکستان پوځ یو ځل بیا نن سهار وختي د درې بجو په شاوخوا کې د کندهار او خوست په بېلابېلو سیمو هوایي بریدونه کړي.
د طالبانو حکومت او ځایي چارواکو بریدونه تایید کړي خو وایي، ځاني او مالي تلفات نه لري.
دغه بریدونه د کندهار ښار اړوند په یوه دښته او د خوست په ګربز، اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې ترسره شوي چې مرګژوبله نه لري.

