د هند ساحلي ساتندوی ځواک او د ګجرات د ترهګرۍ ضد ادارې په ګډو عملیاتو کې د عرب سمندرګي په اوبو کې له یوې ایراني بېړۍ ۵۲۶ کیلوګرامه هیروین او مېتامفېټامین نیولي دي.
هندي چارواکي وايي، د دې نشهيي توکو نړیوال ارزښت له ۳۰۰۰ کروړه هندي روپیو ډېر دی.
په عملیاتو کې پنځه پاکستاني وګړي هم نیول شوي دي.
د هند ساحلي ساتندوی ځواک ویلي، عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول؛ ځواکونو لومړی مشکوکه بېړۍ تعقیب کړه او وروسته یې پرې عملیات وکړل.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، څو د نشهيي توکو د قاچاق نړیواله شبکه او د دې محمولې اړوند نور کسان وپېژندل شي.

